په بلخ، لغمان او پنجشېر ولایتونو کې اوږدمهاله شخړې هوارې شوې
د بلخ، لغمان او پنجشېر ولایتونو کې د سیمهییزو مسئولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب د کلونو شخړې په سولهییز ډول هوارې شوې.
د بلخ ولایت په مرکز کې د یوې سیمې د اوسېدونکو او د سرپل ولایت د یوې کورنۍ ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه او دواړو لوریو یو بل وبښل. همداراز د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني هم د سیمهییزو مسئولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده او دواړو لوریو یو بل ته بښنه وکړه.
بل لور ته د پنجشېر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د ځایي اوسېدونکو او کوچیانو ترمنځ د څړځایونو پر سر رامنځته شوې شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمر او د جرګې د مشرانو په منځګړیتوب حل شوه.
د دغو شخړو د هواري پر مهال مسئولینو خلکو ته د یووالي، ورورولۍ او همغږۍ سپارښتنه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې او شخړې د جرګو او خبرو اترو له لارې حل کړي.