د پولیسو اکاډمۍ خبرتیا

moi-af
sdf

د کورنیو چارو و زارت هغه شمير ښاغلو افسرانو ته چې د پولیسو اکاډمۍ د ماسټرۍ پروګرام د (عامه ادارې او پالیسۍ او جرم او د جزا حقوقو او جرم پېژندنې) په څانګو کې د شاملېلدو شوق  او علاقه لري، خبر ورکول کېږي د ۱۴۴۴ قمري کال د ۴ میاشتې د ۲۱ نېټې څخه تر ۲۶ نېټې پورې په لاندې شرطونو نوم لیکنه کېږي:
۱: نوماند د افغانستان تابعیت ولري. 
۲: د کورنیو چارو وزارت برحاله منسوب وي.
۳: د شرعیاتو، حقوقو، اقتصاد، سیاسي علومو، پالیسۍ، عامه ادارې، د جزا حقوقو، جرم او جزا پېژندنې څانګو او  د  پولیسو اکاډمۍ د لیسانس زده کړیز تائید شوی سند ولري.
۴: د لېسانس پېر د نمرو منځنۍ یې لږ تر لږه ۷۵ سلنه وي.
۵: د ماسټرۍ پروګرام د  دوام له پاره باید د اړونده ادارې لیکلې موافقه ولري.
۶: په ماسټرۍ پروګرام کې شاملېدل د سیالۍ له لارې ترسره کېږي.
۷: په ټاکلې موده کې د خپلو فورمې او ژمنلیکونو بشپړول.
۸: په بریا سره  د کانکور ځانګړې ازموینې تېرول.
۹: زده کړو ته د دوام ورکولو او د اړوند ټولو قاعدو او مقرراتو مراعتول.
۱۰: د ملکي لوړو زده کړو مؤسسو فارغانو ته د زده کړیزو سندنو (ډېپلوم او د نمرو لړ لیک) پر مهال د لوړو زده کړو د محترم وزارت تائیدول اړین دي.
۱۱: د اصلي تذکرې او دوه قطعو انځورنو لرل.
۱۲: د نوم لیکنې د فورمې بیه (۵۰۰) افغانۍ ده او دا پروګرام یوازې د کورنیو چارو وزارت منسوبینو لپاره دی.
په پورته شرطونو برابر اشخاص کولای شي د شاملېدو او نوم لیکنې د فورمو اخیستلو له پاره د پولیسو اکاډمۍ د ماسټرۍ پروګرامونو آمریت ته مراجعه وکړي.                                                      
 

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements