په کندز ولایت کې د دولتي ادارو د امنیتي کنډک ۲۵۰ تنو منسوبینو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسید

دغه سیمینار چې د امنیه قومندانۍ په سپارښتنه جوړ شوی وو، یادو منسوبینو پکې، مسلکي او عقیده تي زده کړې تر سره کړې.
سیمینار د مسوولینو او منسوبینو په ویناوو او د تقدیر نامو په ویشلو سره پای ته ورسید.