امنیتي ځواکونو؛ پولیسو په اتو ولایتونو کې ۳۷ تنه نیولي دي

moi-af
Wed, May 22 2024 10:40 AM
sfsfsf

امنیتي ځواکونو په اتو ولایتونو کې د غلا، قمار او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو ۳۷ نیولي دي. 
له منځه یې، تخار کې ۹ تنه د قمار او یو تن د غلا په تړاو، ۹ مجرمین په بلخ، پنځه غله په زابل، څلور غله په غور، درې تنه د موټرونو د غلا په تړاو په نیمروز، درې غله په هرات، یو تن د ناقانونه وسلو ګرځولو او یو تن د غلا په تړاو په غزني او دوه وسله وال غله په سرپل کې نیول شوي دي.