هرات کې؛ ۷ وسله وال غله د یو میلون سعودي ریالو د غلا په تړاو ونیول شوه

moi-af
Sat, Mar 16 2024 10:46 AM
سبسبسببببب

د هرات امنیه قومندانۍ پولیسو اووه وسله وال غله د یو میلون سعودي ریالو د غلا په تړاو چې ۲۰۰ زره افغانۍ کيږي نیولي دي.
د هرات ښار د شپږمې امنیتي حوزې امر مولوي عبدالله صمیم وایي چې یادو غلو د وسلو په زور له یو سوداګر یو میلون ریال غلا کړي وو، چې امنیتي منسوبینو له یوې اونۍ څخه هم په کمه موده کې اووه واړه غله نیولي دي.

ورته مهال  یاد سوداګر د خپلو پیسو  اخیستلو په مهال له امنیتي ځواکونو مننه وکړه.