الحاج مولوي عبدالخالق عابد پکتیکا ته د نوي والي په توګه ور وپېژندل شو

moi-af
Sun, Mar 03 2024 11:43 AM
sfsfsfsf

د ښاغلي عابد د پېژندنې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو د مرستیال عبدالله مختار ترڅنګ ددغه ولایت یو شمېر ملکي او نظامي منسوبینو ګډون درلود.
ښاغلي مختار غونډې ته په وینا کې په نظام کې ادلون، بدلون اصل یاد کړ او له ټولو مسؤلینو یې وغوښتل چې په خپل ټول توان دې د خپلو خلکو خدمت وکړي.
ورپسې نوي ټاکل شوي والي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د مشرتابه د باور قدردانی وکړ او وې ویل چې هڅه به کوي ولس ته د خدمت مصدر وګرځي.
پخواني والي هم خبرې وکړې او د پکتیکا له ولسونو یې د اسلامي نظام د پیاوړتیا په برخه کې له همکارۍ مننه وکړه.