په ۵ ولایتونو کې؛ د چرسو کښتونه تخریب او ۴۲ تنه نیول شوي

moi-af
Wed, Oct 18 2023 9:35 AM
fsfsfsf

د بدخشان ولایت امنیه قومندانی د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د یاد ولایت په بهارک ولسوالی کې، ۵۲ جریبه ځمکه چې پرې چرس کرل شوي وو له منځه یووړه.
په همدې حال کې، ۱۵ تنه په هرات کې، ۹ تنه په کاپیسا کې او ۴ تنه نور د نشه یي توکو د پلور په تړاو په سرپل ولایت کې نیول شوي.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۱۴ تنه معتادین له درملنې وروسته په زابل ولایت کې وروسته له درملنې خپلو کونیو ته وسپارل.