د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخند همکار په خپل کاري دفتر کې د غزني له والي سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخند همکار په خپل کاري دفتر کې د غزني له والي سره ولیدل.
په سر کې د غزني والي ښاغلي همکار ته په غزني ولایت کې د بې کوره روږدو کسانو د راټولولو او په دیاد ولایت کې یې د ساتلو د ځای په هکله راپور وړاندې کړ.
وروسته د نشه یي توکو سره مبارزې مرستیال په غزني ولایت کې د روږدو کسانو د راټولولو، درملنې، ساتنې او دوی ته د کورونو جوړولو په برخه کې د لازمې همکارۍ ژمنه یاده کړه.