په څلورو ولایتونو کې؛ د اومانو یوه کارخونه کشف او ۶ تنه نیول شوي

moi-af
Sun, Aug 06 2023 1:17 PM
gwtet

د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو، ۲ تنه له ۱۵ کیلو ګرامو شیشه نشه یي توکو سره په کندهار کې، ۲ تنه د ۱۴ کیلوګرامو شیشه نشه یي توکو سره په ننګرهار کې او دوه تنه نور د نشه یي توکو د استعمال په تړاو په کندز ولایت کې نیولي.
دغه راز، د ارزګان امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو، د اومانو یوه کارخونه کشف او ضبط  کړې.