دریېو ولایتونو کې؛ ۲۸ تنه يه نشو روږدي راټول او درې تنه نیول شوي

moi-af
Wed, Jul 26 2023 9:33 AM
سبیشسبیسب

نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د کندهار ولايت له سپين بولدک ولسوالۍ ٢٨ تنه په نشه يي توکو روږدي راټول کړي او د درملنې لپاره يې د یاد ولايت د روږدو د درملنې مرکزي روغتون ته ليږدولي دي. دغه راز په دغه ولايت کې د نشه يي توکو يو پلورونکى هم نيول شوى دى .
دې ته ورته، نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په کابل ښار کې د چرسو يوه کارخونه موندلې او په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.