د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مرستیال نن له غرمې وړاندې د قزاقستان جمهوري هیواد له سفیر ښاغلي الیم خان" یسین ګلدیف"  سره د یاد وزارت په ماڼۍ کې ولیدل.

moi-af
Sun, Jun 11 2023 6:14 PM
wt


په دې لیدنه کې دواړو لوریو په بېلابېلو امنیتي، سوداګریزو او په ځانګړې توګه نشه یي توکو سره د مبارزې پر موضوعاتو بحث او خبرې اترې وکړې.

په سر کې نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د دوست هیواد قزاقستان څخه وغوښتل، چې د روږدو کسانو د درملنې او د یاد معینیت د منسوبینو د ښوونې او روزنې په برخه کې همکاري وکړي. 

وروسته؛ د قزاقستان جمهوري هیواد ښاغلي سفیر وویل، چې دوی تیار دي، چې په افغانستان کې نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.