۵ ولایتونه؛ د ۱۱ روږدو د راټولولو ترڅنګ ۹ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۱ کسه په نشو روږدې د لغمان ولایت له مهترلام ښار راټول او د درملنې لپاره یې د پلازمېنې ۴۵۰ بستریز روغتون ته لیږدولي دي.
دغه راز، ننګرهار کې درې تنه له ۹۹۰ پاکټه نشه یي ګولیو او ۹۵۰ ګرامو چرسو سره، دوه تنه په کندهار کې له ۹ کیلو او ۳۴۳ ګرامه نشه یي توکو سره، یو تن په کابل کې د نشه یي توکو په تړاو او درې تنه د یادو توکو د کارونو په تړاو په بلخ کې نیول شوي دي.