۹ ولایتونو کې؛ ۲۱۸۳ جریبه د کوکنارو کروندې اړول شوي
د نشه یي کروندو د له منځه وړلو په دوام پولیسو د هیواد په ۹ ولایتونو کې ۲۱۸۳ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
له منځه یې، ۷۷۷ جریبه د فاریاب ولایت په پښتون کوټ، بلچراغ، المار، کوهستان او خیبر ولسوالیو کې، ۴۰۰ جریبه په پکتیا، ۲۹۲جریبه په ننګرهار، ۱۲۷ جریبه په تخار، ۳۸ جریبه په کنړ، ۱۳ جریبه په بغلان، ۱۱ په بلخ او ۵ جریبه د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې له کوکنارو پاکه شوې ده.