د لاسرسي او اطفايې لوی ریاست خبرتیا

moi-af
ثقیس

ګرانو هېوادوالو د ځان او مال ساتنې لپاره لاندې سپارښتنې په پام کې  ونیسئ:

۱- د ټولو مارکیټونو له خاوندانو هیله کیږي چې اور لګېدنې د مخنیوي لپاره، هغه وسایل او د تېلو ټانکۍ چې د مارکيټونو د بامونو په سرونو اېښې وي او د اور لګېدو سبب کرځي زر تر زره راټول او لاندې ولګوئ.
۲-  په لارو او برنډو کې د مالونو داسې ګودامول، چې د تلو راتلو مخه نیسي، ډډه وکړئ.
۳- د بخاریو په سر د جامو وچولو څخه ډډه وکړئ.
۴- په صندلۍ کې د سکرو د اېښودلو وړاندې سکاره لومړی په ازاده هوا کې تازه کړئ،ترڅو ابي وړانګې یې په سپینو بدلي شي.  
۵- اورلګیت او نور اورلګونکي څېزونه د ماشومانو له لاسرسي څخه لرې کېږدئ.
۶- د اور او بخاریو په سر د ګازډبو د تودولو څخه ډډه وکړئ.
۷- د کوچنیانو په لاس د ګازډبو دکارولو څخه ډډه وکړئ.
۸- د ګازي وسایلو د وال له کارولو وړاندې یې، لومړی وګورئ او وروسته یې په لايټر او یا اورلګیت روښانه کړئ.
۹- د ګازډبو د ډکولو په وخت له ټولې اندازې شل سلنه حجم تش پرېږدئ.
۱۰- د ګازډبو د ډکولو په مهال د ګازډبو واشلونه سم یا بدل کړئ.۱۱- د ګازډبو بې درېغه غورځول او ناپامي د ګازډبو د لیکۍ او اورلګېدو لامل ګرځي.
د۱۲- د دکانونو، ګودامونو او تلخونو ترڅنګ د اور اخیستونکو څېزونو له ساتلو ډډه وکړئ.
۱۳ـ د ګاز په پلورنځاینو کې د سګرټ څکولو او لګولو څخه ډډه وکړئ.
۱۴- د شارټۍ د مخنیوي لپاره ټول زاړه لینونه او فیوزونه نوي او یا جوړ کړئ.
۱۵- د بې کېفیته او ناسټنډرډ برښنایي وسایلو له کارولو ډډه وکړئ. 
۱۶- له یوې ساکټې د څو وسایلو له کارولو ډډه وکړئ.
۱۷- په خپل سر زاړه برښنایي وسایل مه جوړوئ.
۱۸- په د کانونو او ګودامونو کې له حده ډېر مال، مه ځای په ځای کوئ.
۱۹-  په خونو او فترونو کې د پټرولو او ګازو د بوی په مهال سمدلاسه کړکۍ او ورونه پرانېزئ او د برښنا سویچ،اور لګیټ او سګرټ مه روښانوئ.
۲۰- ټول دولتي او شخصي  بنسټونه اړ دي چې پېښو ته د لاسرسي او اطفایې ریاست د لارښونو سره سم خپل تاسیسات په لومړنيو او اوروژونکو وسیلو سمبال کړي.د نه پاملرنې په وخت به ورسره قانوني چلند کیږي.
۲۱- محترم موټروانان د اطفایو او امبولانس د غږیو د اورېدو په وخت اړتیا ده لارخوشې او هغوی ته د لومړیتوب حق ورکړي.
۲۲- د اورلګېدو په وخت زر تر زره لاندې شمېرو(۰۲۰۲۱۰۱۱۳۳۳)(۰۲۰۲۳۰۰۳۰۴)(۰۲۰۲۳۰۴۳۶۵) او یاد د اطفایې پولیسو له (۱۰۱) شمېرې سره اړېکه ونیسئ.

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements