۲۰۴ تن مجاهدین د هرات اسلامي تعلیمي مرکز څخه فارغ شو

moi-af
Mon, Feb 21 2022 10:26 AM
یبب

اسلامي ملي پولیس، د اسلامي ارزښتونو ساتونکي
لویدځ زون هرات ولایت کې له اسلامي تعلیمي مرکز څخه ۲۰۴ مجاهدین په عقیدتي درسونو او بېلابیلو نظامي تاکتیکونو سمبال له یوې ښوونیزې دورې فارغ شول.
د فراغت مراسمو ویناوالو چارواکو، علماوو او مشرانو پر اسلامي ارزښتونو ساتنې او امنیت تاکید وکړ او سرتېرو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.