فراه کې د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر مولوي مخلص او د سرې قطعې د قوماندان ملا عوض په ګډون ۳۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
Mon, Jul 05 2021 9:43 AM
۶

تېره ورځ ملي امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په فراه‌رود سیمه کې د ترهګرۍ ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د فراه ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د نظامي کمېسیون د مشر مولوي مخلص په ګډون ۲۰ ترهګر وژل شوي او همدارنګه د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان ملا عوض په شمول بیا ۱۵ ترهګر ټپيان دي.