د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د امنیتي وضعیت ارزونې په پار میدان وردګو ولایت ته سفر وکړ

jamil-moi
Tue, Jun 29 2021 9:42 AM
۶

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن میدان وردګو ولایت ته د خپل سفر پرمهال د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر سترجنرال بسم الله محمدي سره یوځای په هغه ګډه امنیتي غونډه کې برخه واخیسته کومه چې د یاد ولایت امنیتي وضعیت ارزونې او راتلوونکو امنیتي پلانونو په اړه جوړه شوې وه.
ستر امنیتي معین له یادې ګډې امنیتي ناستې وروسته د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندانۍ له پرسونل څخه لیدنه وکړه او د ملي پولیسو کړنې او لاسته راوړنې یې وستایلې.
ښاغلي رحمن امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، ”امنیتي او دفاعي ځواکونه مو نه ماتېدونکی ځواک دی، کوم لباس مو چې په تن دی دا مو کفن هم دی او د ژوند تر وروستیو سلګیو پورې به د خپلې خاورې او خلکو څخه په پوره میړانه دفاع او ساتنه کوو“.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي معین په میدان وردګو ولایت کې یو شمېر هغه زړور مسؤلین او منسوبین چې په دندو کې یې له ځانه وړتیاوې ښودلې وې، په مډالونو او ستاینلیکونو ونازول.