د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

jamil-moi
7

په وروستیو کې ځینو نفوذي کسانو په کلیو کې له ترهګرو طالبانو سره د امنیتي پوستو په تسلیمۍ کې هڅه کړې ده. تر اوسه د دې قضیې په تړاو په نورستان، سرپل، فاریاب او بادغیس ولایتونو کې ګڼ کسان نیول شوي دي. 
د کورنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال د تازه پرېکړې پر بنسټ، هر هغه کس چې په دې ډول اقدام لاس پورې کړي، د امنیتي ځواکونو له لوري نیول کېږي او څارنوالۍ ته ور پېژندل کېږي. 
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره قوت او قهرمانۍ سره د افغانستان د دوښمنانو پر وړاندې مبارزه کوي او خلک د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ له خاورې، مال، ځان، ناموس او ارزښتونو څخه د دفاع په پار درېدلي دي. 
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د خلکو له همېشنۍ همکارۍ څخه مننه او درناوی کوي او هېچا ته د امنیت د اخلال اجازه نه ورکوي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements