د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه

moi-af

د افغانستان د جلالتمآب ولسمشر د رڼه سیاست د روښنايۍ بېلګه؛ له دښمن سره احتمالي خبرې اترې دي، که خدای وغواړي، دا به د سولې او ټیکاو لامل شي، د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ټولو ردو ته لارښوونه کوي چې:
۱: د کورنیو چارو وزارت او پولیسو دندې مالومې دي؛ نو ځکه له دښمن سره د پخلاینې په اړه له نظر څرګندولو، تبصرې او تحلیل څخه باید ډډه وشي.
۲: د کورنیو چارو وزارت ټولو منسوبینو او پولیسو ته لارښوونه کېږي، چې د افغانستان د بهرني سیاست په اړه دې په رسنیو کې د نظر له څرګندولو ډډه وکړي؛ د افغانستان د بهرني سیاست په اړه د خپل اند شریکول، د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو په واک کې نه دی.
۳: د کورنیو چارو وزارت له شته امکاناتو او سرچینو د له منځه وړو د مخنیوي په موخه او له موقفه د شخصیتي کېش په توګه د ناوړه ګټې اخیستنې، شهرت طلبۍ او شبکه جوړونې له امله لارښوونه کېږي؛ چې د کورنیو چارو وزارت هېڅ یوه ناسته په تېره بیا له سفیرانو، سیاسي رهبرانو او قومي مشرانو سره د وزیر د ناستو؛ له عکاسۍ او فلمبردارۍ دې ډډه وشي.
د داسې پېښو د تصویر اخیستنې بندیز، له وزیر تر سربازه د پلې کولو وړ دی.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements