د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ملي پولیسو د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي او مرسته وکړه

jamil-moi
Thu, May 13 2021 2:45 PM
6

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن په هرات ولایت کې د ملي پولیسو د شهیدانو له کورنیو سره وکتل او د شهیدانو له ورثو سره یې د خواخوږۍ تر څنګ یو اندازه نقدي مرسته وکړه. 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د دې منسوبینو د سرښندنو درناوی وکړ او زیاته یې کړه، چې ولس به د دوی مېړانه او قرباني هېڅکله هېره نه کړي. 
ښاغلي حیات په هرات کې د پولیسو د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه لومړیتوب دی او په دې برخه کې به هېچا ته د ناغېړۍ اجازه ورنه کړي.