فراه او کندهار کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
Thu, Oct 01 2020 12:55 PM
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو د څلورو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازه ګۍ سره د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ پر سړک او د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سړک پر مسیر د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.