ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې په ویاړ نظامي تطبیقات ترسره کړل

jamil-moi
Fri, Aug 21 2020 11:30 AM
6

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د کابل د ګډو جګړه ییزو زده کړو په قومندانۍ کې نظامي تطبیقات ترسره کړل.

په دې غونډه کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا، د ولسي جرګې وکیلانو، کابل کې د بهرنیو هېوادونو مېشتو اتشو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړی و.

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني د یوه ویډیوي پيغام له لارې امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل او زیاته یې کړه، چې:«تاسو د ترهګرۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جنګېږئ او ستاسو د سرښندنو پایله ده، چې هر ځل مو بهرنیو یرغلګرو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.»

په یادو تطبیقاتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو، ځمکنیو ځواکونو، د ملي اردو کمانډو، ضربتي ځواکونو، د ملي پولیسو او ملي امنیت ځانګړو ځواکونو او همدارنګه هوايي ځواکونو له پر مختللو سپکو او درنو وسلو څخه په ګټنې خپل ځواک نندارې ته وړاندې کړ.