ستر امنیتي معین د کابل امنیتي چارواکو ته دستور ورکړ، چې د "امنیتي میثاق" په تطبیق کې جدي عمل وکړي

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع نن د هغې غونډې په لړ کې چې د کابل له امنیتي مسوولینو سره یې درلوده، دوی ته یې دستور ورکړ، چې د "امنیتي میثاق" د پلې کېدو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي.
د کابل امنیتي ټيم ستر امنیتي معین ته په امنیتي میثاق کې د ۴۰ سلنه پر مختګ د تطبیق راپور وړاندې کړ.
ستر امنیتي معین د امنیتي میثاق د تطبیق چارې د قناعت وړ ونه بللې او امنیتي چارواکو ته یې ټينګار وکړ، چې پدې برخه کې هېڅ ډول غفلت او ځان غولونه د منلو وړ نده او هیله کېږي، څو د دې برنامې په تطبیق کې جدي او ګړندي ګامونه پورته شي.
پدې وروستیو کې د کابل امنیتي ټيم د کابل امنیتي میثاق په اډاڼه کې د یاد ښار په اړوند سیمو کې د خلکو د همکارۍ پر بنسټ نږدې ۴۰۰ تنه د جنايي او ترورېستي جرمونو په تړاو نیولي دي.