کابل کې ۳۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Mon, Jul 06 2020 6:00 PM
1

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، اومې، لسمې او دیارلسمې ناحیو او همدارنګه د چهاراسیاب، میربچه کوټ او سروبي ولسوالیو په اړوند سیمو کې د قتل، انسان تښتونې، د عامه امن او نظم د اخلال، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو ګرځونې، اخلاقي جرمونو، دوکې او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

له نیول شویو کسانو څخه دوه قبضې تفنګچې، يو میل کلاشینکوف او دوه عرادې غلا شوې واسطې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.