د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۴۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
ترهګرو طالبانو په کابل، خوست او زابل ولایتونو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له کلکو ځوابیه غبرګونونو سره مخ شوي او په ترڅ کې يې ۳۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
نښتې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ کلي، د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ او د زابل ولایت په میزان او شینکۍ ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو نښتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.