د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د قتل، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو لېږدونې په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Mon, Jun 22 2020 3:24 PM
1

د فراه، جوزجان، فاریاب، خوست او تخار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه د قتل، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تور نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه په فراه ښار کې څلور تنه د وسایطو او عامه مالونو د غلا، د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې څلور تنه د هټیو د غلا، د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې دوه تنه د یوې کورنۍ د څو غړو د قتل، د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم دوه تنه د وسله والو غلاو او همدارنګه یو نامسووله وسله وال هم په تخار ولایت کې نیول شوي دي.