د هېواد په پینځو ولایتونو کې د نهه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی شوی

hakimi-moi
Sat, Jun 20 2020 3:31 PM
1

د لوګر، پکتیا، لغمان، پکتیکا او هلمند ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د نهه کړیو ځای پر ځای شويو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
په دې منځ کې د لوګر ولایت په مرکزي سیمو کې درې کړۍ ماینونه، د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې دوه کړۍ ماینونه، د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین او د پکتیکا ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین کشف او له منځه وړل شوي دي.
پولیسو د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او ترورېستي بریدونو مخنیوی کړی دی.