کابل کې یو عراده غلا شوې واسطه ترلاسه او څښتن ته یې وسپارل شوه

تېره ورځ وسله والو غلو د کابل ښار د پينځمې ناحیې د یوه اوسېدونکي یو عراده لېږدوونکې واسطه په باغ بالا سیمه کې غلا کړې وه.
د پولیسو ښاري ګزمې د دې قضیې تر خبرېدو وروسته لازم چټک اقدام ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د پينځمې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه تنه له غلا شوې واسطې سره یو ځای تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
پولیسو غلا شوې واسطه نن څښتن ته یې سپارلې ده.