هرات او بلخ کې شپږ تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Thu, May 21 2020 1:54 PM
1

وړمه شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ هدف‌مند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
بل‌خوا ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په "سرک‌نو" کلي کې هم د یو لړ عملیاتو په پایله کې دوه تنه د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه درې میله کلاشینکوفونه، یو قبضه تفنګچه او یو شمېر مهمات - نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.