۴ ولایتونو کې ۱۰ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او ساتنې په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Tue, May 19 2020 2:13 PM
1

تېره ورځ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په نیمروز، ننګرهار، کابل او کندوز ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او ساتنې په تور نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې یو کس له دوه سوه او پينځو زرو "۲۰۵۰۰۰" "تراماډول" نشه کوونکو تابلېتونو سره له یوه استوګنیز کور څخه، ننګرهار کې اوه تنه د جلا عملیاتو په ترڅ کې له ۱۵۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو، د کابل ښار په شمالي دروازې کې یو کس او بل کس هم په کندوز کې نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څلور عرادې لېږدوونکې واسطې هم له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو لاسته ورغلي دي.