کابل کې د ترهګرو شپږ کسیزه ډله په میر‌بچه کوټ ولسوالۍ کې د برېښنا ستنې د ویجاړولو په تړاو ونیول شوه

hakimi-moi
Sat, May 02 2020 2:43 PM
1

تېره شپه ملي پولیسو کابل کې د ترهګرو یوه شپږه کسیزه ډله چې یوه اونۍ دمخه یې په میر‌بچه کوټ ولسوالۍ کې د برېښنا ستنه ویجاړه کړې وه، نیولې ده.
یادو کسانو غوښتل پرون شپه ۱۱ بجې په میر‌بچه کوټ ولسوالۍ کې د ملي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، چې د میر‌بچه کوټ ولسوالۍ د منسوبینو د چټک اقدام په پایله کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
دې کسانو له څو مودې راهیسې د کابل ولایت په قره‌باغ، میر‌بچه کوټ او د پروان ولایت په بګرام ولسوالیو کې د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ له‌پاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال ورور "ګل پاد‌شاه" تر مشرۍ لاندې ترورېستي فعالیتونه ترسره کول.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل راکټ غورځوونکی، دوه میله کلاشینکوفونه او یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.