بلخ کې دوه تنه د قتل په تړاو ونیول شول

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د قتل د دوه قضیو په تړاو نیولي دي.
د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په لنګر سیمه کې یو کس د قتل او ژوبلې په تړاو او همداراز بل کس د مرکز مزارشریف ښار د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې د خپلې مېرمنې د قتل په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د بلخ پولیسو د مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې پر یوه کور د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې شپږ میله کلاشینکوفونه او یو شمېر مهمات هم کشف او ترلاسه کړي دي.
د دې قضیې په تړاو یو کس چې بلخ کې به یې جنایتکاره ډلو ته نظامي تجهیزات برابرول، د پولیسو تر څار لاندې دی.