ننګرهار کې دوه تنه د ۲۸ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
Tue, Apr 14 2020 9:09 AM
01

 د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۸ کیلوګرامه چرس چې په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیولي دي.