هرات کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی شو

hakimi-moi
Mon, Apr 13 2020 3:08 PM
01

د هرات ولایت پولیسو نن د یو لړ هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې یو کس د انسان تښتوونکو له قیده ازاد کړی دی.

یاد کس چې د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ اوسېدونکی دی، څو ورځې دمخه د غوریان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ناپېژانده وسله والو لخوا برمته شو.

دا کس د غوریان ولسوالۍ د ملي پولیسو، ملي امنیت ځواکونو او ځايي خلکو په همکارۍ د غوریان ولسوالۍ په "لواه کهنه" سیمه کې د انسان تښتوونکو له بنده ازاد او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.

د دې قضیې په تړاو تراوسه څوک ندي نیول شوي، خو د نیولو لپاره یې د پولیسو هڅې روانې دي.