فراه کې د حرفوي غلو یوه ډله ونیول شوه

hakimi-moi
Sat, Apr 11 2020 8:50 AM
01

د کورونو لوټولو پنځه کسیزه حرفوي ډله چې په فراه ښار کې یې د غلا په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود، نیول شوې ده.
یاد کسان هغه مهال د فراه ښار د درېیمې امنیتي حوزې د منسوبینو لخوا ونیول شول، چې غوښتل یې د یادې حوزې په اړوند سیمو کې یو کور لوټ کړي.
له دې وسله والو غلو څخه دوه عرادې موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
نیولو شویو کسانو په فراه ښار کې د غلا په بېلابېلو قضیو کې پر لاس لرلو اعتراف کړی دی.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.