ابلاغیه

hakimi-moi
01

د هېواد د عامې روغتیا وزارت د څېړنو له مخې پدې وروستیو کې کورونا ویروس د افغانستان په ښارونو کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او د مخنیوي لپاره یې باید ژر تر ژره جدي او بېړني اقدامات ترسره شي.

تر دې وړاندې ښارونو کې د خلکو د روغتیا ساتنې او پر دې خطرناک ویروس له اخته کېدو د مخنیوي په پار  ګرځبندیز وضع شوی و او اوس اړتیا ده چې وضع شوي محدودیتونه د تېر په پرتله لا جدي او ګړندي شي.

پر دې بنسټ کورنیو چارو وزارت ټولو هېوادوالو په تېره بیا کابل ښاریانو ته ابلاغ کوي، څو له خپلو کورونو ونه وزي او په سړکونو، بازارونو، تفرېح ځایونو او ... کې له ګرځېدنې او تګ راتګه ډډه وکړي.

پر دې سربېره ملي پولیسو ته هم لارښوونه شوې، څو هغه کسان چې له بېړنیو وظيفوي چارو پرته د لېږدوونکې واسطې/پلي تګ راتګ کوي، تر جدي څېړنې او ګروېږنې لاندې ونیسي او دوی سره قانوني جدي چلند وکړي.

د کومو ادارو کارکوونکي چې شتون یې لازمي دی، د آی. ډي کارت تر پوښتلو او ډاډ ترلاسه کولو وروسته به اجازه ورکول کېږي او له دې ابلاغیې مستثنا دي.

په اوسنیو شرایطو او وضع شویو محدودیتونو کې له ملي پولیسو سره د خلکو همکاري د هېوادوالو د روغتیا ساتنې ضامن کېدای شي.

Latest announcements

Thu, Feb 12 2026 10:00 AM
Background image

Announcement

The Directorate of Engineering for Explosive Ordnance Disposal, under the General Directorate of Plan and Operations of the Senior Security Affairs

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements