هرات، کندوز او بغلان کې څلور تنه د غلا قضیو په تړاو ونیول شول
د هرات، کندوز او بغلان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو څلور تنه د غلا قضیو په تړاو نیولي دي.
د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې دوه وسله وال غله نیولي دي.
یاد کسان له پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته نیول شوي دي.
همداراز کندوز کې کې هم یو عراده غلا شوې واسطه کشف او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
دا مازدا ډوله واسطه دوه کاله دمخه له کابل څخه غلا شوې وه او اوس د امام صاحب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې په یوه سرای کې د پرزو په ډول ترلاسه او څښتن ته یې سپارل شوې ده.
د یادولو وړ ده چې پولیسو د بغلان ولایت د ګرداب مرکزي په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په تر څ کې یو کس د وسایطو د غلا په تړاو له یو عراده واسطې سره یو ځای نیولی دی.
پولیسو غلا شوې واسطه بېرته څښتن ته یې سپارلې ده.