کابل کې یو فراري قاتل ونیول شو

jamil-moi
Mon, Mar 16 2020 10:23 AM
5

د کابل پولیسو د پروان ولایت د پولیسو سره په همکارۍ د پروان ولایت د تتمدرې پایین کلي په اړوند سیمو کې یو فراري قاتل نیولی دی.
یاد کس څه موده دمخه د جرم له ترسره کولو وروسته کابل ته تښتېدلی و.
د کابل پولیسو د اطلاعاتو له ترلاسه کولو وروسته د کابل ښار د ۱۷ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې یاد کس نیولی دی.
د نیول شوي کس دوسیه د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې ده.