پولیسو بهر ته د هیرویینو د ۳۰۸ کپسولونو له قاچاقه مخنیوی کړی
د هرات ولایت د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو له نشه يي توکو سره د مبارزې د منسوبینو سره په همکارۍ څلور تنه د هیرویینو د ۳۰۸ کپسولونو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د هیرویینو کپسولونه په خپلو ګېډو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له هېواده بهر یې ولېږدوي، چې د تلاشۍ پر مهال نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې د لازیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.