هرات کې اوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
Thu, Feb 13 2020 9:45 AM
y

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې د څو بېلو عملیاتو په لړ کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۱۱ کیلو ګرامه تریاک، پنځه کیلو ګرامه چرس، ۴۰ ګرامه امفتامین او یو عراده موټر د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.