فاریاب کې د ترهګرو طالبانو استخبارتي مرستیال ونیول شو

moi-af
Tue, Feb 11 2020 2:38 PM
5

د فاریاب ولایت د المار او قیصار ولسوالیو لپاره د ترهګرو طالبانو استخباراتي مرستیال "ملا راز محمد" نیول شوی دی.
ملا راز محمد د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په عرب اقسای کلي کې د لویې لارې د پولیسو او د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.
یاد کس د فاریاب ولایت په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په طرح او سازماندهي کې فعاله ونډه درلوده او له دې کس څخه یو شمېر مهمات له یو عراده موټر سره یو ځای تر لاسه شوي دي.
راز محمد دا منلې چې د څو ترهګریزو پېښو په سازماندهي کې یې لاس درلود او ویلي یې دي چې له څو کلونو راپدېخوا یې د ترهګرو په لیکو کې کار کړی.