کندهار هوايي ډګر کې یو کس د هیرویینو د قاچاق په تړاو ونیول شو
د کندهار ولایت د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو یو کس د یو شمېر هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس ۸۷۶ ګرامه هیرویین د کپسول په ډول په خپلو جرابو او نس کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې ولېږدوي، چې د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.