تخار کې یو وسله وال حرفوي غل وژل شوی او یو بل یې نیول شوی

jamil-moi
Sat, Jan 04 2020 9:34 AM
a

تخار کې یو حرفوي وسله وال غل له پولیسو سره تر نښتې وروسته وژل شوی دی.
یاد کس تالقانو ښار کې په بېلابېلو جنايي قضیو په ځانګړې توګه وسله والو غلاوو او زورواکۍ کې مهم نقش درلود.
دا کس له مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، چې تېره شپه د تخار ولایت د تالقانو ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له پولیسو سره تر نښتې وروسته وژل شوی دی.
له دې کس څخه یو میل وسله او یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز پولیسو تخار کې د څارویو د غلا په تړاو یو کس نیولی دی.
یاد کس د څو رأسه پسونو تر غلا وروسته غوښتل هغه د پلور په موخه بلې سیمې ته ولېږدوي؛ چې د تخار ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.