د غور د تولک ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال ووژل شو

jamil-moi
Fri, Dec 27 2019 8:58 PM
8

د غور ولایت د تولک ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال مرستیال له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د یوې نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.
دا نښته تېره ورځ د تولک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې رامنځته شوه او په لړ کې یې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.