زابل کې شپږ ترهګر طالبان ووژل شول

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د شهرصفا ولسوالۍ په خواجه بابا سیمه کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
د دې عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو دوه عرادې موټرسایکلونه، یو قبضه راکټ اندازا، یو میل کلاشینکوف او یوه پایه مخابره هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.