هرات کې د غلا شویو موټرو یو ساتنځای کشف شو

jamil-moi
Thu, Dec 26 2019 9:52 AM
5

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د درېیمې حوزې او انجیل او ګذرې ولسوالیو له اړوند سیمو پنځه تنه د وسله والې غلا او د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه یو کس د کورونو مالونو د غلا، دوه ته د څارویو د غلا او دوه تنه نور د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیول شوي دي.
همداراز د هرات پولیسو د اومې امنیتي حوزې له اړوند سیمو د غلا شویو موټرو یو ساتنځای کشف کړی دی.
غلو به غلا شوي موټر دې ځای ته د رنګ د تغییر لپاره راوړل او بیا یې پلورل.
د یادونې وړ ده چې له دې ځای دوه غلا شوي موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي او د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي.