د هرات او کندهار په هوايي ډګرونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د هرات او کندهار ولایتونو په هوايي ډګرونو کې څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یو کس څه باندې یو کیلو ګرام هیرویین د موسیقي په آله کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې هندوستان ته یې ولېږدوي؛ چې پولیسو د هرات په هوايي ډګر کې له پېژندنې وروسته نیولی دی.
همداراز درې کسانو نورو هم غوښتل چې د کندهار هوايي ډګر له لارې یو کیلو ګرام هیرویین هندوستان هېواد ته ولېږدوي؛ چې پولیسو نیولي دي.