پولیسو نهه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي

jamil-moi
Tue, Dec 24 2019 9:58 AM
y

د کابل، بغلان، هرات، هلمند او غزني ولایتونو له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو نهه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: وژنې، ژوبلې، شکونې او وسله والو غلاوو په تړاو نیولي دي.
له دې منځه دوه تنه د کابل ښار د شپږمې حوزې له اړوند سیمو د وژنې په تړاو، یو تن د بغلان له بڼو ولسوالۍ د قتل په تړاو، دوه تنه د هرات ښار د درېیمې ناحیې او ګذرې ولسوالۍ له اړوند سیمو د وسله والو غلاوو په تړاو، دوه تنه د هلمند ولایت له لښکرګاه ښاره د وسله والو غلاوو او دوه تنه نور د غزني ښار له اړوند سیمو د لېږدوونکو وسایطو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له یادو کسانو څخه یو سیټ غلا شوی موبایل، یو میل تفنګچه، یو میل کلاشینکوف، یو عراده موټرسایکل او یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.