ولسي پوليسو له پنجشېر مېشتو سره غونډه وکړه

jamil-moi
Sun, Nov 17 2019 3:32 PM
7

تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو چارواکو په پنجشېر ولايت کې له پوليسو سره د خلکو د همکارۍ د زياتوالي او د خلکو او پوليسو تر منځ د غښتلې اړيکې د رامنځته کېدو په موخه د "سلا، پوهونې او د پوليسو او خلکو تر منځ د همکارۍ" تر نامه لاندې غونډه جوړه کړې وه.
پدې غونډه کې چې علماوو، متنفذينو، د ښوونځيو ښوونکو، ځوانانو او د مدني ټولنې استازو ګډون کړى و؛ د خلکو او پوليسو تر منځ د اړيکو په رامنځته کېدو او د همکارۍ په زياتوالي خبرې وشوې.
د دې غونډې په لړ کې د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو رييس عبدالمعين معين له پوليسو سره د خلکو د همکارۍ درناوى وکړ او ويې ويل، چې د امنيت ساتنې او د قانون د تنفيذ په برخه کې د خلکو همکاري اړينه ده.
ښاغلي معين په پلازمېنه او ولايتونو کې له خلکو سره د پوليسو د مشورتي شوراګاڼو شتون د پاملرنې وړ ياد کړ او زياته يې کړه، چې دا شورا ګاڼې د خلکو او پوليسو تر منځ د اړيکو د ښه والي او همداراز کومې ستونزې چې له خلکو سره د امنيت په تړاو شتون لري، د هغو د حل په برخه کې د پوليسو د پوهې کچې د لوړولو لپاره رامنځته شوې دي.
د يادونې وړ ده چې د اړونده موضوع په اړه د غونډې نورو ګډونوالو هم خبرې وکړې او د خلکو او پوليسو تر منځ يې همکاري د امنيت په ښه والي، د جنايي جرمونو د ګراف په ټيټولو او همدارنګه د امنيتي ننګونو د له منځه وړو په برخه کې موثره ياده کړه.