فارياب کې ۲۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
Thu, Nov 07 2019 8:26 AM
8

امنيتي او دفاعي ځواکونو د فارياب ولايت په اندخوى ولسوالۍ کې د قيام تر نامه لاندې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او د قرغان ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې د مرستيال په ګډون دوه نور ټپيان شوي دي.
همداراز د عملياتو په سيمه کې د ترهګرو طالبانو پنځه کړۍ ځاى پر ځاى شوي ماينونه هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو لخوا کشف او له منځه تللي دي.
پدې عملياتو کې يو امنيتي سرتېرى شهيد شوى او يو بل يې ټپي دي.
د دې ترڅنګ؛ تېره شپه امنيتي او دفاعي ځواکونه د پشتونکوټ ولسوالۍ په چقماق سيمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې يې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
پدې نښته کې ملکي خلکو ته کوم زيان ندى اوښتى.